main_2_d6b78fcd4e3af034.jpg
د محصول کد : PROD-002
موجود دی
AHD 1230
2,000 افغانۍ

د اخیستلو لپاره موږ سره اړیکه کې شئ

لارښونه

د محصولاتو ځانګړتیاوې

برنډ :
Avision
ډول :
انالوګ
کیفیت :
5MP
د شپې لخوا رنګین تصویر :
تر ۱۰ متره پورې
لنز :
ثابت لینز (۳.۶ ملي متر) - پراخه زاویه
بدنه :
فلزی
برېښنا :
12V DC
غږ :
تر ۷ متره

د محصولاتو توضیحات

که تاسو د خپل کور، دفتر یا هټۍ لپاره د داسې امنیتي کامرې په لټه کې یاست چې په هر ډول شرایطو کې پوره امنیت درته خوندي کړي، دا کامره ستاسو لپاره تر ټولو غوره انتخاب دی. دا کامره 5MP خورا لوړ کیفیت لري چې هر څه په پوره روښانتیا او پاکوالي سره ښیې. د دې کامرې تر ټولو لویه ګټه دا ده چې د شپې په تیاره کې هم د خپلو ځانګړو ګرمو ګروپونو یا Warm Light په مرسته، تاسو ته تر 10m پورې بشپړ رنګین تصویر درکوي او د پخوانیو کامرو په څېر تور او سپین نه وي. بله خورا مهمه اسانتیا یې دا ده چې د غږ ثبتولو پیاوړی مایکروفون لري چې تر 7m لیرې پورې غږونه په ډېر شفاف ډول ثبتوي او د دې غږ او تصویر لپاره جلا جلا سیمونو ته اړتیا نشته، بلکې دواړه په یو هماغه عادي Coaxial سیم باندې انتقالېږي چې دا کار ستاسو لګښت کموي. همدارنګه د دې کامرې باډي له کلک Metal څخه جوړه شوې او د اوبو او خاورو ضد IP67 سټنډرډ لري، چې له امله یې د سختو بارانونو، واورې او د د باندې د شدیدې تودوخې او یخنۍ یعنې له -35°C څخه تر +60°C پورې پوره مقاومت لري او په DC 12V برېښنا باندې په ډېر ډاډه ډول کار کوي.

ډېرې پوښتل کېدونکې پوښتنې

زموږ د کاري تګلارې او اجرااتو په تړاو عامې پوښتنې.

څنګه پوه شم چې کوم محصول زما لپاره مناسب دی؟
که د مناسب محصول په انتخاب کې ډاډه نه یاست، زموږ متخصصین ستاسو د اړتیا، بودجې او د پروژې د ډول له مخې وړیا مشوره درکوي، ترڅو ستاسو لپاره تر ټولو مناسب محصول وټاکل شي.
د محصولاتو بیې څنګه ټاکل کېږي؟
د محصولاتو بیې د برانډ، کیفیت، تخنیکي مشخصاتو او د بازار د شرایطو له مخې ټاکل کېږي. د وروستیو بیو او موجودیت د معلوماتو لپاره له موږ سره اړیکه ونیسئ.
ایا محصولات اصلي دي، تضمین لري او ټولو ولایتونو ته لېږل کېږي؟
هو، موږ اصلي او باکیفیته محصولات وړاندې کوو. هغه محصولات چې د تضمین وړ وي، د شرکت د شرایطو له مخې تضمین لري. همدارنګه، فرمایشونه په خوندي بسته‌بندۍ د افغانستان ټولو ولایتونو ته لېږو.
ایا د محصول د نصب، تنظیم او کارولو لارښوونه هم ورکوئ؟
هو، د اړتیا په صورت کې زموږ مسلکي ټیم د محصول نصب، تنظیم او ازموینه ترسره کوي. همدارنګه، د هر محصول د کارولو واضح لارښوونې او د لومړنۍ ساتنې سپارښتنې هم وړاندې کوو.
که محصول موجود نه وي یا تخنیکي ستونزه پیدا شي، څه وکړم؟
که غوښتل شوی محصول په موجودي کې نه وي، کولی شئ مخکې له مخکې فرمایش ثبت کړئ او زموږ ټیم به د موجودېدو په اړه تاسو خبر کړي. که د محصول په کارولو کې تخنیکي ستونزه رامنځته شي، زموږ د ملاتړ ټیم سره اړیکه ونیسئ ترڅو موضوع ژر تر ژره وڅېړل او حل شي.
که نورې پوښتنې ولرم، څنګه اړیکه درسره ونیسم؟
تاسو کولی شئ د اړیکې فورم، واټساپ، ټیلیفون، برېښنالیک یا زموږ د ټولنیزو رسنیو له لارې هر وخت له موږ سره اړیکه ونیسئ. زموږ ټیم چمتو دی چې ستاسو پوښتنو ته په لنډ وخت کې ځواب ووایي.