ایمن خدمات

ایمن د امنیتي او تخنیکي سیستمونو په برخه کې معیاري محصولات او مسلکي خدمات وړاندې کوي، چې نصب، تنظیم، ترمیم او تخنیکي ساتنه هم پکې شامل دي.
د هر محصول او خدمت بشپړ معلومات او تخنیکي ځانګړنې د همدې وېب‌سایټ په اړوندو پاڼو کې موندلی شئ.

د کار کیفیت د محصولاتو کیفیت د خدمتونو ضمانت
aiman services CCTV installation Electrical work
11+ خدمتونه چې موږ یې وړاندې کوو
59+ زموږ محصولات

ولې ایمن ستاسو لپاره مناسب انتخاب دی؟

ایمن تخنیکي خدمات د امنیتي او تخنیکي تجهیزاتو د عرضه کولو او اړوندو مسلکي خدماتو په برخه کې فعالیت کوي. موږ هڅه کوو چې خپلو درنو پیرودونکو ته د لوړ کیفیت لرونکي، اصلي او باوري محصولاتو د وړاندې کولو ترڅنګ، د نصب، عیارسازۍ (کنفیګریشن)، ساتنې او تخنیکي ملاتړ بشپړ خدمات هم برابر کړو.

زموږ لیدلوری او ماموریت

زموږ د فعالیت بنسټیزه موخه دا ده چې د کورونو، شرکتونو، سوداګریزو مرکزونو، ښوونځیو، روغتونونو او نورو ادارو لپاره داسې پرمختللې حل لارې وړاندې کړو چې د هغوی خوندیتوب او تخنیکي اړتیاوې په بشپړ ډول پوره کړي. موږ باور لرو چې یوازې د محصول پلور بسنه نه کوي؛ بلکې د مناسبو تجهیزاتو انتخاب، مسلکي نصب او دوامدار تخنیکي ملاتړ د یوې بریالۍ او خوندي تجربې اساسي برخې دي.

موږ ولې رامنځته شو؟

د ایمن تخنیکي خدماتو د پیل یو مهم لامل په بازار کې د معیاري محصولاتو او مسلکي خدماتو کمښت و. ډېری مشتریان د ټیټ کیفیت لرونکو وسایلو، غیر مسلکي نصب او د پلور وروسته د تخنیکي ملاتړ له نشتوالي څخه سرټکوي. موږ د باوري محصولاتو، یو متخصص ټیم او منظم کاري بهیر په درلودلو سره دا ستونزې حل کړي او د خپلو پیرودونکو د بشپړ باور ترلاسه کولو لپاره کار کوو.

زموږ ارزښتونه او اهداف

کیفیت، د باور وړ خدمات، مناسب قیمت، پر وخت اجرا او د پیرودونکو رضایت زموږ د کار مهم ارزښتونه دي. موږ تل هڅه کوو چې د صداقت، لوړ کیفیت او د مسؤلیت احساس پر بنسټ له خپلو مراجعینو سره اوږدمهاله همکاري ولرو.

مسلکي ټیم

ایمن په بېلابېلو برخو کې تجربه لرونکي او ماهر کسان لري؛ هر کار د اړوند متخصص له لوري په مسلکي ډول ترسره کېږي.

د کار کیفیت

زموږ کارونه په لوړ دقت ترسره کېږي څو خدمات په ښه ډول وړاندې شي او ستونزې په دایمي ډول حل شي، نه یوازې موقتي.

اړیکه

د خپلو نظرونو د شریکولو او تخنیکي مشورو د ترلاسه کولو لپاره له موږ سره په اړیکه کې شئ. زموږ د دفتر پته او د ټولنیزو پاڼو رسمي ادرسونه په لاندې ډول دي.

د کار پروسه

1

آنلاین غوښتنه ثبتول

لومړی تاسو د خپلې اړتیا وړ خدمت غوښتنه د وېبپاڼې، تلیفون یا واټساپ له لارې ثبتوئ او د کار اړوند لنډ معلومات (ډول او ځای) له موږ سره شریکوئ.

2

د محصول انتخاب او سپارښتنه

په دې پړاو کې زموږ ټیم له تاسو سره اړیکه نیسي د اړتیا مطابق محصول درته وړاندیز کوي او تاسو یې د خپل ضرورت او خوښې په اساس انتخاب کوئ.

3

د ټیم ټاکل او د کار پیل

د راټولو شوو معلوماتو پر بنسټ، مناسب تخنیکي ټیم ټاکل کېږي او په ټاکلي وخت کې له اړینو وسایلو سره خپل کار پیلوي.

4

د کار پای او د مشتري رضایت

د کار له بشپړېدو وروسته، تاسو خپل رضایت څرګندوئ او د ارزونې د ځانګړي فورم له لارې خپل ګټور نظر له موږ سره شریکوئ.