بیرته بلاګ پاڼې ته ګرځیدل
بلاګونه

Full-Color Technology څه ده؟

Full-Color Technology د LED رڼا په مرسته د شپې هم واضح او رنګین تصویر وړاندې کوي، ترڅو مهم جزئیات لکه د موټرو رنګ، د جامو رنګ او د اشخاصو پېژندنه په ښه ډول ترسره شي.

2026-07-29 4 0 0
Full-Color Technology څه ده؟

Full-Color Technology څه ده؟

د امنیتي کامرو په نړۍ کې د شپې واضح تصویر تل یوه مهمه اړتیا ده. پخوا ډېری کامرو د شپې لپاره د IR (Infrared) ټکنالوژي کاروله چې تصویر یې عموماً تور او سپین وي. خو د Full-Color Technology په مرسته اوس کامرې کولی شي حتی د شپې هم رنګین او طبیعي تصویر ثبت کړي.

دا ټکنالوژي د LED رڼا څخه استفاده کوي، چې د کمې رڼا په شرایطو کې هم د تصویر رنګونه او جزئیات ساتي. د دې ځانګړتیا له امله د شپې ثبت شوی تصویر یوازې د حرکت ښودلو لپاره نه وي، بلکې د پېژندنې لپاره هم ډېر ګټور تمامېږي.

د مثال په توګه، د موټر رنګ، د جامو رنګ، د توکو ظاهري بڼه او د اشخاصو ځانګړتیاوې په واضح ډول لیدل کېدای شي.

Full-Color Technology په هغو ځایونو کې غوره انتخاب دی چې د امنیت ترڅنګ دقیق پېژندنه هم مهمه وي، لکه:

  • کورونه او ودانۍ
  • سوداګریز مرکزونه
  • پارکینګونه
  • دوکانونه
  • دفترونه
خطیب الله مقدس muqaddas@gmail.com

نظر اضافه کول

لومړی باید خپل حساب ته د ننه شئ !

نظرونه

تر اوسه هیڅ نظر نه دی ورکړل شوی