لومړی تاسو د خپلې اړتیا وړ خدمت غوښتنه د وېبپاڼې، تلیفون یا واټساپ له لارې ثبتوئ او د کار اړوند لنډ معلومات (ډول او ځای) له موږ سره شریکوئ.
پروسه
په دې پړاو کې زموږ ټیم له تاسو سره اړیکه نیسي د اړتیا مطابق محصول درته وړاندیز کوي او تاسو یې د خپل ضرورت او خوښې په اساس انتخاب کوئ.
د راټولو شوو معلوماتو پر بنسټ، مناسب تخنیکي ټیم ټاکل کېږي او په ټاکلي وخت کې له اړینو وسایلو سره خپل کار پیلوي.
د کار له بشپړېدو وروسته، تاسو خپل رضایت څرګندوئ او د ارزونې د ځانګړي فورم له لارې خپل ګټور نظر له موږ سره شریکوئ.
د خدماتو ارزونه
د مشتریانو نظرونه او تجربې
ستاسو تجربې شریکول له نورو مشرتریانو سره د سمې پرېکړې په کولو کې مرسته کوي.
نظر ونه موندل شو!
عامې پوښتنې
ډېرې پوښتل کېدونکې پوښتنې
زموږ د کاري تګلارې او اجرااتو په تړاو عامې پوښتنې.
ستاسو شرکت کوم خدمات وړاندې کوي؟
موږ د CCTV امنیتي کامرو، د اور خبرتیا (Fire Alarm)، د لاسرسي کنټرول (Access Control)، شبکو (Networking)، انټرکام، غږیزو سیستمونو او نورو امنیتي او تخنیکي حللارو د ډیزاین، نصب، تنظیم، ساتنې او تخنیکي ملاتړ خدمات وړاندې کوو. زموږ خدمات د کورونو، دفترونو، شرکتونو، پلورنځیو، فابریکو، ښوونځیو، روغتونونو او نورو استوګنیزو او سوداګریزو ودانیو لپاره مناسب دي.
څنګه کولی شم فرمایش ثبت کړم؟
تاسو کولی شئ خپل فرمایش د ویبسایټ، واټساپ، ټیلیفون یا د اړیکې فورم له لارې ثبت کړئ. زموږ ټیم به له تاسو سره اړیکه ونیسي، اړتیاوې به مو وارزوي او د پروژې د پلي کېدو اړوند لارښوونې به درکړي.
د خدماتو بیه څنګه ټاکل کېږي؟
د خدماتو بیه د پروژې د ډول، د ځای د اندازې، د اړتیا وړ تجهیزاتو، د نصب د پیچلتیا او نورو تخنیکي اړتیاوو له مخې ټاکل کېږي. د دقیقې بیې لپاره له موږ سره اړیکه ونیسئ.
ایا د نصب، تنظیم او تخنیکي ملاتړ خدمت هم لرئ؟
هو، زموږ مسلکي ټیم د سیستمونو نصب، تنظیم (Configuration)، ازموینه او سپارل ترسره کوي. همدارنګه، د اړتیا په صورت کې د ساتنې (Maintenance) او تخنیکي ملاتړ خدمات هم وړاندې کوو.
ایا د شرکتونو او لویو پروژو لپاره هم خدمات وړاندې کوئ؟
هو، موږ د شرکتونو، دولتي او خصوصي ادارو او لویو پروژو لپاره د اړتیا مطابق مسلکي حللارې، تخنیکي ډیزاین، رسمي قراردادونه او د پروژې بشپړ مدیریت وړاندې کوو.
که نورې پوښتنې ولرم، څنګه اړیکه درسره ونیسم؟
تاسو کولی شئ د اړیکې فورم، واټساپ، ټیلیفون، برېښنالیک یا زموږ د ټولنیزو رسنیو له لارې هر وخت له موږ سره اړیکه ونیسئ. زموږ ټیم به ستاسو پوښتنو ته په لنډ وخت کې ځواب ووایي.